EnglishHealthافغانستانخوست

خوست کې د ناچاوده توکو چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نجونې ټپیانې… — Pajhwok

DevelopingHealthخوست1 SourcesUpdated: 2026-09-15 12:02:05🎙 Listen to radio

خوست (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د خوست د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند د دولتي نومرو په سیمه کې د پخوانیو ناچاوده توکو د چاودنې له امله یو ۱۵ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوې نجونې ټپیانې شوې دي. د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وايي، پېښه پرون مازدیګر شاوخوا ۵:۳۰ بجې رامنځته شوې ده. هغه وایي چې د لومړنیو پلټنو له مخې، چاودنه د پخوانیو ناچاوده توکو له امله شوې ده. احرار زیاتوي چې د ټپیانو له ډلې د یوې نجلۍ روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

Quick facts

Locationخوست
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-15 12:02:05

Timeline

  1. Pajhwok

    خوست کې د ناچاوده توکو چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نجونې ټپیانې کړې.

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 16:30:10

خوست کې د ناچاوده توکو چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نجونې ټپیانې کړې.

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button