Summary: د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. باختر اژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ غونډې ته د معیار او کیفیت ادارې له لوري د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تائید شوې دي. دغه معیارونه او د ازمایښت طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، نساجي، کیمیا او پلاستیک، مخابراتو او الیکتریک، کان کیندنې، ساختماني موادو، چاپېریال ساتنې او یوشمېر نورو برخو اړوند دي. په غونډه کې همدا رنګه په پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بستهبندۍ مرکزونو د مالکیت معلومولو پر موضوع هم بحث شوی او د موضوع له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې چې په یادو ولایتونو کې یاد مرکزونه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند دي او یاد وزارت به یې چارې پرمخ وړي. په دې برخه کې مالیې وزارت په ګمرک کې د خپلو اړوندو چارو مسئولیت پر غاړه لري. د غونډې په پای کې، د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شوي چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې شوې دي. يادې پرېکړې د وروستۍ پرېکړې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله دفتر ته استول شوې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
اقتصادي کمېسیون د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې تائید کړې