EnglishHealthافغانستانبلخ

بلخ کې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې — Bakhtar

DevelopingHealthبلخ1 SourcesUpdated: 2026-09-15 15:33:43🎙 Listen to radio

Summary: د بلخ ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په چهاربولک، بلخ او دولت اباد ولسوالیو کې د نږدې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د څلورو شبکو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د سیمې اوسېدونکو ته د پاکو او روغتیايي اوبو د برابرولو په موخه پلې شوې، چې له بشپړېدو سره یې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.نوموړي د عامه خدمتونو د برابرولو او د خلکو ستونزو د هواري لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی او له اوسېدونکو یې غوښتي، چې د اوبو رسولو شبکو او تاسیساتو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او پاکو اوبو ته لاسرسی یې د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه بللی دی.د یادونې وړ ده، چې د بلخ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په دغه ولایت کې د بېلابېلو برخو ګڼې عمراني او پراختیايي پروژې پلي کوي.

Quick facts

Locationبلخ
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-15 15:33:43

Timeline

  1. Bakhtar

    بلخ کې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-15 11:24:41

بلخ کې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button