EnglishPoliticsافغانستانزابل

د خاص روزګان – خاک افغان سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې… — Bakhtar

DevelopingPoliticsزابل1 SourcesUpdated: 2026-09-15 15:33:47🎙 Listen to radio

Summary: له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې خبر ورکړی، چې د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ او د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ ترمنځ د ۲۵ کیلومتره غځېدلي سړک جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. سرچینې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې سړک د جوړولو چارې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې د لوی رئیس ملا نورالدین ترابي په لارښوونه د روزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست له لوري بشپړې شوې دي.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دغه ۲۵ کیلومتره سړک د جوړولو پروژه له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې له بودجې څخه پلې شوې او موخه یې د سیمې خلکو د تګ راتګ د اسانتیا برابرول، د ولسوالیو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو او مرستندویه ادارو د لاسرسي اسانتیاوو رامنځته کول دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې ترڅنګ له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې له لوري د نورو وقایوي او د پېښو د خطرونو د کمولو پروژو له پلي کېدو څخه هم خوښي څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د پېښو پر وړاندې د سیمې د زیان منتیا د کمولو په موخه دې ورته نورې پروژې هم پلې شي.

Quick facts

Locationزابل
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-15 15:33:47

Timeline

  1. Bakhtar

    د خاص روزګان – خاک افغان سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-15 10:48:41

د خاص روزګان – خاک افغان سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button