د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په لاهور د دغه ایالت له اعلی وزیر سهیل اپریدی سره د شوې پېښې په غبرګون کې د پنجاب پولیسو پر ضد د غندنې پرېکړه وړاندې کړې ده. په دغه پرېکړه کې د پېښې د مسوولو پولیسو د معلومولو او د هغوی پر وړاندې د سختو اقداماتو غوښتنه شوې ده. د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې یو شمېر افغان طبي محصلین، چې ځینې یې د زدهکړو وروستیو کلونو ته رسېدلي، وايي د ثبت او اسنادو د لانجې له امله یې د څو کلونو زدهکړې له ګواښ سره مخ دي. دوی وايي، پاکستان ته یې د تحصیلي بورسونو له لارې د راتلو لپاره ازموینې ورکړې، پوهنتونونو کې شامل شوي او تر وروستیو کلونو پورې یې زدهکړې په عادي ډول کړې دي، خو اوس د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له لوري د ثبت موضوع راپورته شوې او د دوی د زدهکړو د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي. په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې دوی ته د خپلو ستونزو د رسنیو سره د نه شریکولو په اړه هم پیغامونه ورکړل شوي دي. نوموړې وویل: «موږ ته میسجونه راغلي چې موږ باید له رسنیو سره خپل موضوعات شریک نکړو.» هغې وویل، د لاهور د محکمې له حکم…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په لاهور کې له سهیل اپریدي سره د شوې پېښې غندنه وکړه
Sources
Afghan sources
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په لاهور کې له سهیل اپریدي سره د شوې پېښې غندنه وکړه