EnglishHealthKabulافغانستان

په امریکا کې د یوې ټلوېزیوني شبکې د هلیکوپټر د لوېدو له امله… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-16 05:50:01🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا په لاس‌انجلس ښار کې د یوې ټلوېزیوني شبکې اړوند هلیکوپټر د لوېدو او اور اخیستو له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی. اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه نن د کابل پر وخت له سهار ۶:۳۰ بجو لږ مخکې د لاس‌انجلس د سن‌فرناندو درې په «چټس‌ورث» سیمه کې رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، هلیکوپټر د «اېن‌بي‌سي ۴ لاس‌انجلس» (NBC4 Los Angeles) ټلوېزیوني شبکې اړوند و او په هماغه سیمه کې یې د یوې ترافیکي پېښې د خبري پوښښ پر مهال سقوط وکړ. د لاس‌انجلس د اوروژنې ادارې ویلي چې د هلیکوپټر له لوېدو وروسته اور ولګېد او څلور موټر او دوه کانټینرونه هم وسوځېدل؛ د اور مهارولو لپاره تر ۵۰ ډېر اوروژونکي سیمې ته استول شوي وو. د یادې ادارې په وینا، د مړو له ډلې د یوه کس جسد د یوه سوداګریز تعمیر په بهرني انګړ کې موندل شوی؛ خو لا روښانه نه ده چې دوه نور مړه شوي کسان د هلیکوپټر دننه وو او که د پېښې په ځای کې موجود وو. دغه‌راز، یو بل کس روغتون ته لېږدول شوی، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې جزییات نه دي ورکړل شوي. اسوشیټیډ پرېس لیکلي چې د هلیکوپټر تر لوېدو شاوخوا دوه ساعته مخکې په همدې سیمه کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-16 05:50:01

Timeline

  1. Pajhwok

    په امریکا کې د یوې ټلوېزیوني شبکې د هلیکوپټر د لوېدو له امله درې کسان مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-16 10:19:16

په امریکا کې د یوې ټلوېزیوني شبکې د هلیکوپټر د لوېدو له امله درې کسان مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button