EnglishKabulافغانستانامنیت

له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-16 05:53:15🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرېس د بودجې دفتر وايي چې له ایران سره د دغه هېواد د شپږمیاشتنۍ جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او ښايي دغه رقم هره میاشت درې میلیارده ډالر زیات شي. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د کانګرېس د بودجې دفتر دغه محاسبه پرون (سې‌شنبه) خپره کړې او په راپور کې د جګړې هغه لګښتونه شامل دي چې د اګسټ تر لومړۍ نېټې پورې شوي دي. په راپور کې راغلي چې له ایران سره جګړه ښايي د ۲۰۲۷ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امریکا د انفلاسیون کچه ۰.۵ سلنه لوړه کړي. د کانګرېس د بودجې دفتر زیاته کړې چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو او په سیمه کې پر امریکايي پوځي اډو د بریدونو لګښتونه په یادو ۳۸ میلیارد ډالرو کې شامل نه دي. د راپور له مخې، د جګړې د تمویل لپاره د پور اخیستو اړوند لګښتونه هم په دغو محاسباتو کې نه دي شامل شوي چې ښايي د جګړې ټول لګښت لسګونه میلیارد ډالر نور هم زیات کړي. د بودجې دفتر ویلي چې د جګړې ډېره برخه لګښتونه د مهماتو د چټک مصرف له امله رامنځته شوي او د امریکا د مهماتو د زېرمو بېرته بشپړول ښايي پنځه کاله وخت ونیسي. دغه دفتر زیاته کړې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-16 05:53:15

Timeline

  1. Pajhwok

    له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-16 10:22:34

له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button