د «سکای نیوز» په یوه راپور کې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو هغه قربانیان ښودل شوي، چې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته هم د خپلو ټپونو، د عزیزانو له لاسه ورکولو او د ناچاوده توکو له ګواښ سره ژوند کوي. دوی که څه هم د جګړې په بېلابېلو لیکو کې وو؛ خو د جګړې له پای ته رسېدو کلونه وروسته لاهم د هغې له اغېزو، قربانیو او پایلو سره مخ دي.محمد چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم بدل شوی، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی دی. نوموړی وايي، له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د طالبانو او داعش پر ضد عملیات کړي وو؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی.هغه وايي: «په څو کلنې جګړه کې مو خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. هغه څه چې مو د دغه هېواد لپاره وکړل، اوس یې درد د ټول عمر لپاره راسره پاتې دی. داسې ښکاري چې هر څه بېګټې وو».د نوموړي په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه د خپلې پخوانۍ دندې له امله د څار او نیولو له وېرې پټ ژوند کوي او په دوامداره توګه له یوه ځایه بل ځای ته لېږدېږي. محمد وايي: «اوسنی ژوند مو یوازې انتظار دی؛ هغه انتظار چې کله به مو پیدا کړي او ژوند…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د افغانستان د جګړو هېر شوي قربانیان؛ معلول شوي ماشومان لاهم د جګړې بیه پرې کوي
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان د جګړو هېر شوي قربانیان؛ معلول شوي ماشومان لاهم د جګړې بیه پرې کوي