Kabulافغانستانامنیتپښتو

غزه کې د جګړې له امله زیانمنه شوې ودانۍ نړېدلې؛ ۱۲ کسان مړه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-16 09:02:03🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د غزې ښار د یوې څوپوړیزې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان، د څلورو ماشومانو په ګډون، مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی چې یاده ودانۍ نن چهارشنبه سهار ونړېده او شاوخوا شپږ بې‌ځایه شوې فلسطینۍ کورنۍ په‌کې اوسېدلې. غزه کې د شفا روغتون چارواکو د مړو شمېر ۱۲ تنه ښودلی دی. د راپور له مخې، د یو شمېر نورو کسانو برخلیک لا روښانه نه دی او ځینې کسان تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي. د ملکي دفاع ځواکونه د درنو وسایلو په مرسته هڅه کوي کسان له کنډوالو راوباسي. سرچینه زیاتوي چې دغه ودانۍ د اسراییل او حماس د جګړې پر مهال د اسراییلي برید له امله زیانمنه شوې وه او تر دې مخکې هم د هغې د خوندي‌توب په اړه اندېښنې موجودې وې؛ خو د نړېدو سمدستي لامل یې تر اوسه نه دی معلوم شوی. د راپور له مخې، په غزه کې د جګړې پر مهال ډېرې ودانۍ زیانمنې یا ویجاړې شوې دي او یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ د سرپناه د کموالي له امله بېرته خپلو زیانمنو کورونو ته ستنې شوې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-16 09:02:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزه کې د جګړې له امله زیانمنه شوې ودانۍ نړېدلې؛ ۱۲ کسان مړه شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-16 13:30:48

غزه کې د جګړې له امله زیانمنه شوې ودانۍ نړېدلې؛ ۱۲ کسان مړه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button