Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا آمریت له لوري؛ د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست ۳۴ کارکوونکو ته، له اداري سیسټمونو او مراسلاتو سره د بلدتیا تر عنوان لاندې اووه ورځنی روزنیز پروګرام نن پای ته ورسېد. باختر اطلاعاتي آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال، د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست پر اهمیت او فعالیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: دغه ریاست د جهادي میراثونو او آثارو د راټولولو او ساتنې په موخه رامنځته شوی، څو دغه جهادي آثار په سمه توګه راتلونکو نسلونو ته انتقال شي او هغوی د مجاهدینو او مشرانو له قربانیو او سرښندنو څخه خبر شي.مولوي جمال زیاته کړې چې په خپلو لاسونو د تاریخ لیکل، راتلونکي نسل ته د سم تاریخ وړاندې کول دي. هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو او مدیرانو د علمي کچې او ظرفیت لوړولو ته ژمن دی او د پروګرام له ګډونوالو څخه یې غوښتي چې د یاد روزنیز پروګرام زده کړې په خپلو اړوندو ادارو کې عملي کړي.دغه راز د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس ویلي دي چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د کارکوونکو لپاره ګټور او اغېزمن دي او د هغوی د وړتیاوو او ظرفیتونو په لوړولو کې مهم رول لري. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیبالله نعمان هم ویلي چې دغه پروګرام، له اداري سیسټمونو او اداري مکتوبونو سره د کارکوونکو د بلدتیا، د کاري بهیر ښه والي، د اداري مهارتونو د پیاوړتیا او د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې د هغوی د اغېزمنتیا د زیاتوالي په موخه جوړ شوی و.د مراسمو په پای کې، د مسئولینو له لوري، د پروګرام پر ګډونوالو تصدیقپاڼې وېشل شوې دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
مولوي قدرت الله جمال: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو ظرفیت لوړولو ته ژمن دی
Sources
Afghan sources
مولوي قدرت الله جمال: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو ظرفیت لوړولو ته ژمن دی