Kabulافغانستانامنیتدری

جرمني د ۱۳ افغانانو يوه بله ډله کابل ته اخراج کړه | آمو… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-16 15:42:40🎙 رادیو را بشنوید

د جرمني د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په دوام کې یې ۱۳ تنه افغانان د یوه چارټر الوتکې له لارې کابل ته شړلي دي. د دغه وزارت ویاند ویلي چې دغو ټولو ۱۳ تنو ته له جرمني څخه د وتلو حکم ورکړل شوی و او په جرمني کې یې جنايي جرمونه ترسره کړي وو. د نوموړي په وینا، د دغو کسانو په جرمونو کې جنسي تېري، فزیکي بریدونه او د مخدره توکو قاچاق شامل دي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه الوتکه د سې‌شنبه په ورځ کابل ته رسېدلې او د هغوی د اخراج بهیر بشپړ شوی دی. یاد وزارت زیاتوي چې د اوسني واکمن ائتلاف د کار له پیله تر دې دمه ۲۶۳ افغانان بېرته افغانستان ته اېستل شوي، چې تقریباً ټول یې جنايي مخینه لري. دا اخراج په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو له لوري اېستل شویو افغانانو ته د اسنادو جوړولو او له جرمني سره د اداري همکارۍ په موخه نوي استازي دغه هېواد ته لېږدول شوي دي. د المان د حکومت له لوري د دغې همکارۍ پرېکړه د دغه هېواد د يو شمېر سياستوالو او د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافعينو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. نیوکه کوونکي، په ځانګړې توګه د شنه ګوند غړي، وايي چې د اخراج…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-16 15:42:40

خط زمانی

  1. Amu TV

    جرمني د ۱۳ افغانانو يوه بله ډله کابل ته اخراج کړه | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-16 09:24:09

جرمني د ۱۳ افغانانو يوه بله ډله کابل ته اخراج کړه | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button