د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو غړی وژلی دی. د دغې جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه برید تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په دښت آرا سیمه کې شوی دی. په ملګر ملتونو کې د ایران استازي وویل چې داعش خراسان او نورې افراطي ډلې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت کوي، لا هم د ایران او د دغه هېواد د ګاونډیانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. د هغه په وینا، د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه پراخې او دوامدارې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري. د ایران استازي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید د طالبانو له ادارې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي. د ایران استازي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د وسله والو نښتو او تاوتریخوالي کمېدل د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د امنیتي وضعیت ښه والی باید وساتل شي. د ایران استازي همداراز د کوکنارو د کښت د پام وړ کمېدل یوه داسې لاسته راوړنه وبلله چې نړیوالې مثبتې پایلې لري، خو ویې ویل چې دې چارې پر کلیوالو سیمو سخت اقتصادي فشار راوستی دی. هغه د بدیلو معیشتونو، کلیوالي پراختیا او بازارونو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
متحدې جبهې په بدخشان کې د طالبانو د یوه غړي د وژلو ادعا کړې
Sources
Afghan sources
متحدې جبهې په بدخشان کې د طالبانو د یوه غړي د وژلو ادعا کړې