د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د پنځمې کلیزې سره هممهاله د ګډ غږ په پورته کولو سره د عمومي پیوستون او له نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده؛ تر څو پر طالبانو فشار راوړي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. راپور د یلدا په نوم د یوې وړې نجلۍ کیسه بیانوي، چې د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې بستر ده. نوموړې ګلابي کالي اغوستي او نوکان یې په سور رنګ رنګ شوي؛ خو د خوارځواکۍ له امله یې بدن دومره کمزوری شوی چې نور د خپل سر وزن نهشي زغملای.د راپور له مخې، یلدا سخت دردونه لري او مور یې په داسې حال کې د روغتون پر بستر د هغې ترڅنګ ناسته ده چې د خپلې لور درد نهشي کمولای او نه د هغې د راتلونکي په اړه هیله لري.راپور کاږي، یلدا د هغو شاوخوا یو مېلیون افغان ماشومانو له ډلې ده چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی. د راپور پر بنسټ، روغتون هغه درمل نهلري چې یلدا ورته اړتیا لري او کورنۍ یې هم نورې پیسې نهلري چې درمل ورته وپېري.د یلدا کورنۍ د درملنې لپاره خپله یوازینۍ غوا پلورلې ده؛ خو هغه پیسې هم نږدې پای ته رسېدلې او اوس نورې لارې چارې نهلري؛ په داسې حال کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې
سرچینې
Afghan sources
د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې