Healthافغانستانپښتوهرات

بې‌وزلي او د روغتیایي خدمتونو کمښت؛ په افغانستان کې خوارځواکي مېلیونونه ماشومان ګواښي — AF International

روان خبرHealthهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-17 07:45:04🎙 راډیو واورئ

ای‌ټي‌وي نیوز په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، افغانستان د خوارځواکۍ له پراخ ناورین سره مخ دی او نږدې څلور مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له دې ډلې شاوخوا یو مېلیون یې د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي. د راپور له مخې، محمد سعید په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی و؛ خو اوس د هغه زرګونو افغانانو له ډلې دی، چې د ایران د اقتصادي ستونزو له امله بېرته افغانستان ته ستون شوی. هغه رویټرز ته ویلي، د ایران د اسعارو ارزښت دومره ټیټ شوی چې د دوی سپما شوې شتمني یې زیانمنه کړې ده.راپور کاږي، ایران د لسیزو لپاره افغانانو ته د بې‌وزلۍ او جګړو څخه د تېښتې مهم ځای و؛ خو اوس د دغه هېواد اقتصادي وضعیت دومره کړکېچن شوی، چې ګڼ افغانان بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.رویټرز د هرات او فراه ولایتونو په سرحدي سیمو کې له بېرته ستنېدونکو افغانانو سره خبرې کړې دي. ګڼو دغه ستنو شویو کډوالو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې وزګاره وو او د لوړ انفلاسیون له امله یې نور د ژوند توان نه درلود.د راپور له مخې، له امریکا او اسراییل سره د ایران د کړکېچ، بندیزونو او اقتصادي فشارونو له امله د مصرفي توکو بیې نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوې او د خوراکي توکو انفلاسیون…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-17 07:45:04

مهالوېش

  1. AF International

    بې‌وزلي او د روغتیایي خدمتونو کمښت؛ په افغانستان کې خوارځواکي مېلیونونه ماشومان ګواښي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-17 06:16:07

بې‌وزلي او د روغتیایي خدمتونو کمښت؛ په افغانستان کې خوارځواکي مېلیونونه ماشومان ګواښي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button