د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې که د پاکستان له لوري پر افغانستان بریدونه دوام وکړي، نو د کابل له لوري د پاکستان سفارت تړل هم یو له ممکنه انتخابونو څخه دی، خو په اوسني وخت کې د ده په وینا د طالبانو حکومت باید زغم او حوصله ولري. دغې جبهې د دوشنبې په ورڅ (د چنګاښ ۸مه) په خپله ایکسپاڼه ویلي، چې دا برید د یکشنبې په شپه (د چنګاښ ۷مه) ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې د چاهاب ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ د دوی د وسلهوالو له لوري هدف ګرځول شوې ده. د ازادۍ جبهې په وینا، د دوی جنګیالیو د طالبانو پر پوستو څو راکټونه ویشتلي او وروسته یې د سپکو وسلو په وسیله طالبان په نښه کړي دي. په دغه ادعا کې ویل شوي، چې له شاوخوا نیم ساعت نښتې وروسته بریدکوونکي له سیمې وتلي دي. جبهه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګژوبله او مالي زیانونه اوښتي او لږ تر لږه درې جسدونه د پېښې په ځای کې لیدل شوي دي. تر اوسه د طالبانو له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي تایید یا رد نه دی شوی او خپلواکو سرچینو هم دا معلومات نه دي تایید کړي. د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په خپله…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
کابل–اسلاماباد اړیکې: ذبیح الله مجاهد زغم غواړي، زردشت شمس د فشار غوښتنه کوي
منابع
Afghan sources
کابل–اسلاماباد اړیکې: ذبیح الله مجاهد زغم غواړي، زردشت شمس د فشار غوښتنه کوي