افغانستانامنیتدریلوګر

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې ماشومان مړه شوي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityلوګر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-17 10:28:28🎙 رادیو را بشنوید

پل‌علم (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند په بابوس سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې ماشومان مړه شوي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل چې پېښه نن پنجشنبه غرمه په بابوس سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو «پریوس» موټر د لوړ سرعت له امله له کنټروله ووت او چپه شو. د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې درې تنکي ماشومانو چې د یوې کورنۍ غړي وو، د موټر چپه کېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینه وايي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ترافیکو مدیریت اړوند پولیس سیمې ته رسېدلي او پېښې په اړه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي. د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د لوګر امنیې قوماندانۍ له موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال د ترافیکي اصولو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانلوګر
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-17 10:28:28

خط زمانی

  1. Pajhwok

    لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې ماشومان مړه شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-17 14:58:12

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې ماشومان مړه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button