DevelopmentKabulافغانستاندری

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-17 12:02:02🎙 رادیو را بشنوید

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د غزني په مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو او اساسي رغونې چارې پیل شوې. ‎د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د سړک پراخولو او اساسي رغونې موخه د ښار د ترافیکي فشار کمول، د موټرو د تګ راتګ لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول او د ښاري سیمو ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو ښه کول دي. هغه زیاته کړه چې یاده پروژه د غزني ښار له علي‌لالا څلورلارې بیا د بلخ تر دروازې پورې غځېدلې او د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري د ۳۷۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي. د هغه د معلومات له مخې، د پروژې د طرحې له مخې، د کابل – کندهار عمومي سړک موجوده برخه به پر خپل ځای پاتې وي او د سړک دواړه غاړې به ۱۱ ـ ۱۱ متره پراخې شي. د قراردادي شرکت د معلوماتو له مخې، له بشپړېدو وروسته به د دې ۱۳ کیلومتره برخې ټول پراخوالی شاوخوا ۴۰ مترو ته ورسېږي. نوموړي وویل: «د دې لارې پراخول به د ښار ترافیکي بار راکم کړي او خلکو ته به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.» ثابت زیاته کړه چې ښاروالي هڅه کوي د پروژې د کیفیت څارنه په جدي ډول ترسره کړي، څو چارې یې د ټاکل شوو ساختماني معیارونو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-17 12:02:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-17 16:31:26

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button