افغانستانامنیتپښتوکندهار

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار د بېلابیلو نظامي او ملکي مسئولینو… — Bakhtar

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-17 15:52:06🎙 راډیو واورئ

Summary: عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د کندهار ولایت مقام کې د کندهار ولایت د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د امنیتي حوزو آمرینو، د حوزو او ولسوالیو د استخباراتو مدیرانو او د شاهراه مسئولینو لپاره یو ورځني سیمینار کې، چې د کندهار والي، د سترې محکمې نظامي مرستیال، او یوشمېر نورو نظامي او ملکي مسوولینو هم برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه. سیمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پيل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مهمې توصیې، لازمې سپارښتنې او وینا وکړه. عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسوولینو ته په خطاب کې وویل«وروڼو شپه او ورځ خپلو مسوولیتونو ته متوجه شئ، ستاسو یوه ذره غفلت د دښمن د کامیابۍ او ستاسو د ناکامۍ لامل ګرځي، دښمن کوښښ کوي، چې تاسو ناکام کړي، نو پام کوئ، چې غفلت ونکړئ، غفلت عذر ندی، که ستاسو په ساحه کې ناامني راغله په دنیا او آخرت کې تاسو مسئول یاست، تاسو د خپلو سیمو چوکیداران یاست، شپه او ورځ تر خپل مسوولیت لاندې سیمو کې ګرځئ، پر تاسو مې اعتماد کړی دی او مسوولیت مې درسپارلی دی، نو کوښښ وکړئ، خپلو مسوولیتونو ته ښه متوجه شئ. تاسو مکلف یاست خواري به کاږئ، نن ورځ چی په ټول افغانستان کې الحمدلله امنیت دی؛ نو ټول افغانان په دې امنیت خوشحاله دي.» عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه: «الله‌جل‌جلاله چې چاته د خیر اراده وکړي، نو د هغه لپاره داسې شخص پیداکړي، چې د غفلت څخه یې راوګرځوي، مسئولیت ته یې متوجه کړي، بناءً نن مجلس کې چې ټول راجمع شوي یاست، تاسو ته الله‌جل‌جلاله د خیر اراده کړې ده چې علماء کرام او مشران مو د داسې مجالسو په ‌ذریعه خپلو مسوولیتونو ته متوجه کوي دا پر تاسو د مسوولینو رحم او شفقت دی. داچې تاسو د ډیرو خلکو نمایندګي کوئ د دغه اصلاحي مجلس مهمې خبرې او سپارښتنې تر مجاهدینو او خلکو پورې ورسوئ.» عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: تاسو قوم، ژبې، قرابت او انډیوالۍ ته مه ګورئ، چا چې اهلیت درلود، هغه په مسئولیتونو کې راولئ، که مو قوم، ژبي، قرابت او انډیوالۍ ته اعتبار ورکړی دا د نظام او خلکو سره جفاء ده. ټول مجاهدین ستاسو د اولادونو په شان دي، په خپلو مجاهدینو کې معنویت پيداکړئ، دیني پوهاوی ور کړئ او د عبث کارونو پر ځای یې درسونو او مطالعې ته تشویق کړئ، مجرمینو ته د محکمې د حکم بغیر تعزیر مه ورکوئ.» جناب شیخ صاحب د خپلې وینا په پای کې مسوولينو ته په خطاب کې وويل: د قدرت او منصب حرص په ځانونو کې مه پیداکوئ، هغه حکومتونه چې د قدرت او مال حرص پکې پيدا شوی دی، هغو حکومتونو پایښت ندی پیداکړی. کبر او لويي مه کوئ، نن ورځ تاسو ته الله‌جل‌جلاله مسوولیتونه او اسباب درکړي دي، پام به کوئ کبر او لويي درڅخه ونسي، فرمانونه په ولسوالیو کې خلکو ته ښه تشریح او بیان کړئ، خلک پرې پوه کړئ، د اطاعت اصل ته پوره توجه وکړئ، له یو بل سره په کارونو کې همغږي او همکاري کوئ، عاجزي او تقواء کوئ، د بیت‌المال سره خیانت او اسراف مه کوئ.» وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-17 15:52:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار د بېلابیلو نظامي او ملکي مسئولینو په سیمینار کې وینا وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-17 15:38:06

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار د بېلابیلو نظامي او ملکي مسئولینو په سیمینار کې وینا وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button