EnglishPoliticsافغانستانزابل

زابل کې د «اتلانو یاد» کلنۍ مشاعره ترسره شوه — Bakhtar

DevelopingPoliticsزابل1 SourcesUpdated: 2026-09-18 03:52:11🎙 Listen to radio

Summary: په زابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست له لوري د «اتلانو یاد» تر سرلیک لاندې کلنۍ دودیزه مشاعره د سلګونو شاعرانو، لیکوالانو او ادب‌مینه‌والو په ګډون ترسره شوه. په جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار وویل، چې زابل د علم، دین، مېړانې او فرهنګ تاریخي ټاټوبی دی او د دغه ولایت د نومیالیو او اتلانو یاد ساتل د تاریخي ارزښتونو د خوندي کولو او راتلونکي نسل ته د هغوی د پېژندنې لپاره مهم دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې مشاعرې له لارې هڅه کېږي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو او لارښوونو په اړه هم خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي. په همدې حال کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له شاعرانو وغوښتل، چې د خپلو شعرونو له لارې د زابل د اتلانو یاد تازه وساتي او د اسلامي ارزښتونو او د ولس د خدمت پیغامونه بیان کړي. د مشاعرې په پای کې ګڼو مشهورو شاعرانو او ترانه‌ویونکو د زابل د اتلانو په ویاړ خپل شعرونه او ترانې وړاندې کړې، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوې. د یادونې وړ ده، چې هر کال په زابل کې د اتلانو د یاد او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په موخه ورته دودیزه مشاعره ترسره کېږي.

Quick facts

Locationزابل
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-18 03:52:11

Timeline

  1. Bakhtar

    زابل کې د «اتلانو یاد» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-17 16:58:26

زابل کې د «اتلانو یاد» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button