Summary: د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د شپږ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه یو معیاري خصوصي روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د بغلان مرستیال والي الحاج مولوي محمدنبي حماس، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د عامې روغتیا رئیس مولوي محمدحسن عاصم او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و. د بغلان مرستیال والي الحاج مولوي محمدنبي حماس د دغه روغتون فعالیت په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله او د خلکو لپاره یې د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ. د دغه روغتون بنسټګر ډاکټر خیرمحمد سروري باختر اژانس ته ویلي، چې د «سروري» روغتون د بغلان اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی او د جراحي، لابراتوار، نسایي او ولادي، داخله، غاښونو، الټراساونډ او سيټيسکن څانګې پکې فعالې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دغو روغتیايي خدمتونو په برابرېدو سره به د بغلان ناروغان د ډېرو معایناتو او درملنې لپاره بلخ او کندز ولایتونو ته له سفر کولو ډډه وکړي. هغه زیاته کړه، چې دغه روغتون د روغتیايي اصولو او معیارونو له مخې فعالیت کوي او هڅه کېږي، چې د ناروغانو اړین روغتیايي خدمتونه په دغه مرکز کې برابر شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بغلان کې د ٦ میلیونه ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
منابع
Afghan sources
بغلان کې د ٦ میلیونه ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو