EconomyEnglishافغانستانهرات

هرات کې د يونيم ميليون ډالرو په پانګونه سړه خونه جوړه شوه — Pajhwok

DevelopingEconomyهرات1 SourcesUpdated: 2026-09-18 05:37:03🎙 Listen to radio

هرات (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د یونیم میلیون ډالرو په پانګونه د مېوو او غوښې یوه سړه‌ خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د «کمال هرات سړې خونې» مسوول جمشید کمال پژواک ته وویل، دغه سړه‌ خونه پر څلور زره متره ځمکه د شپږو میاشتو په موده کې په معیاري ډول جوړه شوې او د اړتیا په صورت کې به یې ظرفیت نور هم لوړ شي. هغه وویل، په دې سړه‌ خونه کې چې د درې زره ټنه مېوې او غوښې ساتلو ظرفیت لري، د تازه مېوو د هر کیلوګرام د ساتلو میاشتنی لګښت د محصول د ډول او ساتلو مودې له مخې له دوو تر لسو افغانیو ټاکل شوی دی. په ګذره ولسوالۍ کې یوه بڼوال محمد د دې سړهې خونې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل، که د سړهو خونو ظرفیتونه زیات شي، دوی کولای شي خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره وساتي او د کال په بېلابېلو موسمونو کې یې بازار ته وړاندې کړي. هغه د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له مسوولینو وغوښتل چې په هرات او د هېواد په نورو ولایتونو کې د سړهو خونو د پراختیا او د کرنیزو محصولاتو د معیاري ساتنې لپاره د لا ډېرو پانګونو زمینه برابره کړي. بلخوا، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي امر محمدیوسف امین…

Quick facts

Locationهرات
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-18 05:37:03

Timeline

  1. Pajhwok

    هرات کې د يونيم ميليون ډالرو په پانګونه سړه خونه جوړه شوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-18 10:05:04

هرات کې د يونيم ميليون ډالرو په پانګونه سړه خونه جوړه شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button