زرنج (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د زرنج ـ دلارام پر لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد قدرت پژواک ته وویل چې دغه ترافیکي پېښه د زرنج ـ دلارام لویې لارې د عمومي کنډک د لومړي ټولي اړوند د «ختیځ زنځیر» په سیمه کې شوې ده. هغه د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي وبلله او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال کړي دي.
اطلاعات کوتاه
مکاننیمروز
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-09-18 05:42:08
خط زمانی
-
Pajhwok
نيمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-18 10:11:39
نيمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي