افغانستانامنیتدری

پنځو افغان محصلینو د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پرضد د لاهور… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-18 07:46:30🎙 رادیو را بشنوید

د لاهور د شیخ خلیفه بن زاید النهیان طبي او غاښونو کالج پنځو افغان محصلینو افغانستان ته د هغوی د بېرته ستنولو په اړه د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پرضد د لاهور عالي محکمې ته عریضه کړې ده. په پاکستان کې یوه خبریال طاهر خان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستان د طب هغو اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړې چې د ویزو له ختمېدو وروسته اېستل شوي وو». هغه په پاکستان کې د طب پوهنځي افغان محصل ډاکټر نصیب‌الله کاکړ له قوله زیاته کړې: «زه او ۷ نور محصلین په یو کلنو د زده‌کړې ویزو پر ترلاسه کولو بریالي شوي یو». په ورته وخت کې، په پاکستان کې یوه افغان محصل چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ افغان محصلین چې د پاکستان پولیسو له‌خوا افغانستان ته استول شوي وو، د نویو ویزو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو درسونو ته راغلي دي. نوموړي ویلي: «په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ محصلین چې د پاکستان پولیسو ډېپورټ کړي وو، بېرته ورته نوې ویزې ورکړل شوي». دغه محصل وايي، د لاهور محکمې افغان محصلینو ته تر جمعې ورځې وخت ورکړی وو او په وینا یې، په راتلونکې اورېدنه کې به…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-18 07:46:30

خط زمانی

  1. AF International

    پنځو افغان محصلینو د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پرضد د لاهور عالي محکمې ته عریضه کړې

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-18 05:25:35

پنځو افغان محصلینو د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پرضد د لاهور عالي محکمې ته عریضه کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button