HealthKabulافغانستاندری

قطر له غزې سره د ۱.۳ میلیون لېتره سون‌توکو مرسته کوي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-18 09:43:06🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ملګرو ملتونو سره يې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې غزې تړانګې ته شاوخوا ۱.۳ میلیون لېتره سون‌توکي ولېږدول شي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سون‌توکي به د وړیا مرستې په توګه غزې ته ورکړل شي، څو د روغتیايي خدمتونو او بشري عملیاتو ملاتړ وشي. د خبرپاڼې له مخې، دغه مرسته به د یو شمېر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو د دوام او د اساسي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي او شاوخوا ۲.۱ میلیون فلسطینیان چې ماشومان، ښځې، سپین‌ږیري او معلولیت‌لرونکي کسان هم پکې شامل دي، له هغو روغتیايي خدمتونو برخمن شي چې سون‌توکو ته اړتیا لري. قطر ویلي چې دغه مرسته په غزه کې د بشري اړتیاوو پوره کولو او د اساسي خدمتونو برابرولو لپاره د دغه هېواد د هڅو یوه برخه ده. د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه، له غزې سره د شاوخوا ۳۰ میلیون لېتره سون‌توکو مرسته کړې ده

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-18 09:43:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    قطر له غزې سره د ۱.۳ میلیون لېتره سون‌توکو مرسته کوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-18 14:12:29

قطر له غزې سره د ۱.۳ میلیون لېتره سون‌توکو مرسته کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button