Kabulافغانستانامنیتدری

مجاهد: که پاکستان د افغانستان خاوره نقض کړي، له «پرېکنده» ځواب سره به… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-18 14:11:13🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، که پاکستان د ځان‌ د دفاع په پلمه د افغانستان خاوره نقض کړي، له «سخت او پرېکنده» ځواب سره به مخ شي. مجاهد دغه څرګندونې له «العربیه انګلیش» سره په تازه ځانګړې مرکه کې کړې دي. هغه ویلي چې افغانستان له پاکستان سره د خبرو او همکاریو دوام غواړي او سعودي کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته اختلافاتو د حل لپاره رول ولوبوي. مجاهد زیاته کړې: «په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، بلوڅو ډلو او نورو امنیتي ننګونو اړوند ناامنۍ له کلونو راهیسې موجودې دي، باید په خپله د پاکستان دننه ورته رسېدنه وشي، نه دا چې مسوولیت یې پر افغانستان واچول شي.» نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان تحریک طالبان پاکستان ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي، له هيڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي. دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان د پوځ ویاند موده مخکې ادعا کړې وه چې د دوی مخالف وسله‌وال د ځان د تجهيز او روزنې لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي او وروسته په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. .

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-18 14:11:13

خط زمانی

  1. Pajhwok

    مجاهد: که پاکستان د افغانستان خاوره نقض کړي، له «پرېکنده» ځواب سره به مخ شي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-18 18:39:48

مجاهد: که پاکستان د افغانستان خاوره نقض کړي، له «پرېکنده» ځواب سره به مخ شي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button