افغانستانامنیتدریکندز

ملا برادر اخوند په کندز کې د لوی صنعتي پارک د بنسټ ډبره… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityکندز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-18 15:53:05🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کندز په ابدان دښته کې د ۱۰ زره جریبه ځمکې په مساحت د (عبدالرحمن بن سُمره) صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښوده. باختر اطلاعاتي آژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند دغه صنعتي پارک د هېواد د اقتصادي ودې، صنعتي پراختیا او د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام یاد کړی او ويلي يې دي: "د افغانستان اسلامي امارت هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد د صنعتي ودې لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو لپاره ځمکې ځانګړې کړې، چې د عملي چارو د پيل په دوام یې نن په کندز کې پرانیسته کوو."هغه زياته کړې چې افغانستان د تولید، پروسس او بسته‌بندۍ لپاره ډېر مواد لري او په ځینو برخو کې د تولید کچه زیاته او د صادراتو زمینه یې برابره شوې ده. ملا برادر اخوند ټينګار کړی چې پر وارداتو د تکیې راکمېدو لپاره باید تولید پياوړی، بڼه یې معیاري او صنعتي فعالیتونه پراختیا ومومي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو، سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي او اوس د پانګه والو او صنعت‌کارانو لپاره ښه فرصت دی چې له دغه فرصتونه ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا، په وروستیو کې د کورنیو پانګه والو ترڅنګ، ګڼو بهرنیو پانګه والو هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې پيل کړې او اسلامي امارت ټولو پانګه والو ته امتیازات منلي او په ډېرو برخو کې یې اسانتیاوې ورته برابرې کړې دي. ملا عبدالغني برادر اخوند همدا رنګه له اړوندو مسئولینو څخه غوښتي چې د ياد صنعتي پارک چارې په خپل وخت او د ټولو معیارونو په نظر کې نیولو سره بشپړې کړي. د یادونې وړ ده چې د کندز په ياد صنعتي پارک کې به د نساجي، درملو، خوراکي توکو، ساختماني موادو، اوسپنې او فولادو او نورو تولیدي برخو کې د پانګونې زمینه برابره شي. په دغه صنعتي پارک کې جومات، اداري او سوداګریزې ساحې، روغتون، بانک، مدرسه او ښوونځی او نور اړین خدمات په پام کې نیول شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندز
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-18 15:53:05

خط زمانی

  1. Bakhtar

    ملا برادر اخوند په کندز کې د لوی صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښوده

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-18 06:55:59

ملا برادر اخوند په کندز کې د لوی صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښوده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button