Summary: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، په کندز کې د (ختیځ لمر) اوسپنې ویلې کولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله. باختر اطلاعاتي آژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې د کندز اوسېدونکو ته د دغې مهمې فابریکې د فعالیت د پيل مبارکي ورکړې او د اسلامي نظام د راتګ په برخه کې یې د کندز د خلکو د قربانیو قدرداني کړې ده. ملا برادر زیاته کړې چې د يادې صنعتي فابریکې د فعالیت په پيل سره به په کندز کې نوي کاري فرصتونه او اقتصادي پراختیا رامنځته شي. د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت پوره هڅه کوي چې په ټول هېواد کې بنسټیزې پروژې تطبیق او هېوادوالو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي. هېره دې نه وي چې د ختیځ لمر اوسپنې ویلې کولو فابریکه کې د یو بهرني شرکت له لوري ۸.۶ میلیونه ډالر پانګونه شوې چې په ورځني ډول د ۳۰۰ ټنه ګول سیخ د تولید وړتیا لري. په دې فابریکه کې له ۳۰۰ زیاتو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کندز کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
سرچینې
Afghan sources
کندز کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه