د خيبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پوليسو مرکز (پخوانی پوليس لانيز) ودانۍ ته نژدې د یوې چاودنې له امله د ۱۵ پوليسو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۷۳ نور ټپيان دي. د خيبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حميد ويلي، د لومړنيو راپورونو له مخې له چاودېدنکو توکيو ډک موټر د پولیسو دغه پخواني مرکز سره ټکر کړل شوی او له هغه ورووسته د وسله والو سره نښته روانه ده. د پوليسو يوه مشر عبدالسلام خالد، د بي بي سي خبریال عثمان زاهد ته ويلي، د وسله والو هدف د پولیسو مرکز (پولیس لاینز) او هلته موجود جومات و. د نوموړي په وینا د چاودنې پر مهال د جمعې لمونځ روان و. د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر (ای جي) په وینا، لومړني راپورونه ښيي چې له چاودنې وروسته، یوه ځانمرګي بریدګر د "سپېشل برانچ" (ځانګړې څانګې) دفتر ته نژدې ځان والوزاوه. د پولیسو یوه ویاند ويلي، له چاودنې وروسته، اووه وسله وال د پولیسو مرکز احاطې ته ننوتل، چې له امله یې د بریدګرو او د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې د امنيتي ساتونکو ترمنځ سخته نښته وشوه. د خیبر پښتونخوا د ژغورنې (رېسکيو) ویاند بلال احمد فيضي تائید کړې چې تراوسه په دې پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي دي. ښاغلي فيضي ويلي وژل شوي او ټپيان د امبولانسونو له لارې روغتون…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
په کوهاټ کې د پوليسو مرکز ته څېرمه برید کې د ۱۵ پوليسو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
په کوهاټ کې د پوليسو مرکز ته څېرمه برید کې د ۱۵ پوليسو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي – BBC News پښتو