Englishافغانستانامنیتغور

د القاعدې تبلیغاتي ویډیو کې د حمزه بن لادن شتون څه ښيي؟ -… — Bbc

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-09-18 16:01:41🎙 Listen to radio

القاعده ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه پر امریکا د شویو بریدونو ۲۵ کلنۍ په مناسبت یوه ۵۲ دقیقې او ۳۶ ثانیې اوږده مستند ډوله ویډیو خپره کړې، چې په کې د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن داسې ویډیويي صحنې شاملې دي چې په ظاهره تر دې مخکې ډېرو خلکو نه وې لیدلې. دغه ۵۲ دقیقې اوږده ویډیو چې ''د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوه ربعې پېړۍ وروسته'' تر سرلیک لاندې خپره شوې، د القاعدې د رسنیزې څانګې 'السحاب' له خوا په 'راکټ چیټ' او 'ټېلېګرام' کې خپره شوې ده. دا اوږده ویډیو 'لومړۍ برخه' بلل شوې او په پای کې یې ''ان شاءالله، دوام لري'' لیکل شوي، چې دا ښيي ښايي وروسته نورې برخې هم خپرې شي. په ویډیو کې پر امریکا او نړیوال جهادي غورځنګ د القاعدې د پخواني روایت له مخې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو اغېزې په څرګند ډول وړاندې شوې دي. دغه راز په کې ارشیفي ویډیوګانې او د اسامه بن لادن او ایمن الظواهري په ګډون د القاعده د پخوانیو لوړپوړو مشرانو، پیغامونه هم شامل دي. د القاعدې د پخوانیو مستند ډوله ویډیوګانو په څېر د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۱۰مه خپره شوې دې ویډیو کې هم د لوېدیځو شخصیتونو او حکومتي چارواکو څرګندونې په ټاکلي ډول کارول شوې دي، چې داسې انګېرنه رامنځته شي چې ګواکې…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-18 16:01:41

Timeline

  1. Bbc

    د القاعدې تبلیغاتي ویډیو کې د حمزه بن لادن شتون څه ښيي؟ – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-09-18 11:01:05

د القاعدې تبلیغاتي ویډیو کې د حمزه بن لادن شتون څه ښيي؟ – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button