د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ درېیو کروندګرو آمو ته ویلي چې د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو درملو سخت کمښت او د وروستیو سېلابونو امله اوښتو زیانونو د دوی د کرکېلې له درکه ترلاسهکېدونکی عاید او معیشت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. دغو کروندګرو شکایت کړی چې د دغو بېساریو ستونزو د هواري او ژوند چارو ملاتړ لپاره ورسره هېڅ راز بسنه کوونکې مرستې نه دي شوي. دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه هم د څوکۍ ولسوالۍ بېلابېلې سیمې د ویجاړونکو سېلابونو شاهدې وې. د څو کۍ ولسوالۍ یوه کروندګر محمد شاه چې د ۹ کسيزې کورنۍ سرپرست دی، آمو ته ویلي د ځمکې محصول یې د کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولای او د افاتو ضد درملو او کښت لپاره د تخمونو په برخه کې عاجلې مرستې ته اړتیا لري. د نصیرالله صافي او صهیب په نومونو دوو نورو کروندګرو هم ټینګار کړی چې ناڅاپي سېلابونو یې حاصلات او لارې ویجاړې کړې دي او د طالبانو اداره یې د سېلابونو د مخنیوي او د استنادي دېوالونو او سړکونو په جوړولو کې پر بېغورۍ تورنه کړې ده. د یادونې ده چې د روان کال په اسد او سنبله میاشتو کې د کنړ بېلابېلې ولسوالۍ د دریو سترو سېلابونو او شدیدو اورښتونو شاهدې وې چې له امله یې د سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
په کنړ کې کروندګر: د کیمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو کمښت او سېلابونو زموږ حاصلات زیانمن کړي | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
په کنړ کې کروندګر: د کیمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو کمښت او سېلابونو زموږ حاصلات زیانمن کړي | آمو ټلویزیون