EnglishKabulافغانستانامنیت

د ترکیې او قطر منځګړیتوب به څه اغېزې ولري؟ — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-18 19:51:50🎙 Listen to radio

څو ورځې وړاندې د ترکیې د استخباراتو د ملي سازمان رییس ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حماد خمیس کابل ته د خپل سر پر مهال له لوړپوړو طالب چارواکو سراج الدین حقاني، مولوي یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق سره جلا جلا لیدنې او خبرې اترې وکړې. په داسې حال کې چې د دوى ونډه تر بل هر لوري زياته اغیزناکه او ستره وه؛ دومره چې له بريا وروسته د همدې شركتونو مامورين او دلالان پر لوړو كرسيو نصب شوي؛ څوك سفير شوى، له چا د مفتوحه هېواد وایسرا جوړ شوى او له چا صدراعظم او جمهور رئيس، اقتدار همغو ډلو او كرايي جنگياليو ته سپارل شوى چې دوى غوره او استخدام كړي وو. خو د امارت له ادرسه د دې تړون د ابعادو او گټو په اړه تبصرې او ستايني ډېري عجيبي او له شور او ولولو ډکې وې؛ په داسې حال کې چې دوى د دې ډول تړون پايلې دېرش كاله وړاندې، د خپلې واكمنۍ په لومړۍ دوره کې ليدلې او څكلې دي. دا د يوې تجربې لومړنۍ ازموينه نه ده، بلکې د هغې تجربې تكرار دی چې تر نيمې پېړۍ زياته مخينه لري او د افغانستان په ناامنيو او نيابتي جگړو کې یې پراخه ونډه وه. څو بېلگي یې دا دي: – پنځه پنځوس كاله وړاندې او د ظاهر خان د مطلقه شاهي…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-18 19:51:50

Timeline

  1. AF International

    د ترکیې او قطر منځګړیتوب به څه اغېزې ولري؟

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-18 18:14:24

د ترکیې او قطر منځګړیتوب به څه اغېزې ولري؟

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button