Healthافغانستاندریغور

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د… — AF International

در حال تکمیلHealthغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-18 19:51:53🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د بې‌سرپرسته ښځو او ماشومانو بېرته ستنول ودروي او د هر افغان له اېستنې مخکې، په انفرادي ډول د هغه د ځورونې، شکنجې او نورو جدي بشري حقونو د نقض خطرونه وڅېړي. د افغانستان انټرنشنل خبریال د السیلیه کمپ له دوو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي چې د امنیتي ستونزو له امله یې د ځان لپاره د «نوا» او «تمیم» مستعار نومونه غوره کړي دي. د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په ۱۴۰۰ کال کې د قطر السیلیه کمپ د افغانانو د لېږد په یو موقت مرکز بدل شو او یو شمېر افغانان همدې کمپ ته ولېږدول شول. په پیل کې داسې پرېکړه شوې وه چې السیلیه به د دغو کسانو د لنډمهاله اوسېدو ځای وي. افغانان دغه کمپ ته لېږدول کېدل ترڅو د هویت د څېړنې، امنیتي ارزونو، روغتیايي معایناتو او د کډوالۍ د دوسیې پړاوونه بشپړ کړي او بیا بل هېواد ته ولېږدول شي. خو دا موقتي تمځای د سلګونو کسانو لپاره د میاشتو او کلونو په تمه بدل شوی دی. د هغو شمېرو له مخې چې د افغان ایواک بنسټ له خوا خپرې شوې دي، اوس مهال په دغه کمپ کې ۱۰۳۹ افغانان ژوند کوي او له دې ډلې ۴۳۳ تنه ماشومان دي. همدارنګه ۳۱۹ ښځې او ۲۸۷ بالغ نارینه…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-18 19:51:53

خط زمانی

  1. AF International

    د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-18 15:55:33

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button