Kabulافغانستانامنیتدری

افغانستان کې د ماین پاکۍ نوې هڅې: ماشومان لا هم د ناچاوده توکو… — Bbc

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-19 04:05:40🎙 رادیو را بشنوید

افغانستان او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره د څه باندې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي. د دغو تړونونو له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې سلګونه زره متره مربع ځمکه له ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکه شي او زرګونو کسانو ته هم د دغو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړل شي. دا هوکړې داسې مهال لاسلیکېږي چې ملګري ملتونه وايي، افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له پلوه د نړۍ له تر ټولو ککړو هېوادونو دی او ماشومان د دغو توکو د قربانیانو لویه برخه جوړوي. افغانستان کې د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، دغه دوه تړونونه د ډنمارک کډوالو شورا یا(DRC) د ماین پاکولو له پروګرام سره د ټولټال څلور میلیونه، ۱۳۱ زره او ۷۴۱ ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي. دغه تړونونه په کابل کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د مشر ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماین پاکولو پروګرام مشر لاسلیک کړي دي. د لومړي تړون له مخې، څه باندې دوه میلیونه او ۲۷۱ زره ډالر به په پلازمېنه کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، ننګرهار، کونړ او نورستان کې د ماین پاکولو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-19 04:05:40

خط زمانی

  1. Bbc

    افغانستان کې د ماین پاکۍ نوې هڅې: ماشومان لا هم د ناچاوده توکو قربانیان دي – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-09-18 16:06:27

افغانستان کې د ماین پاکۍ نوې هڅې: ماشومان لا هم د ناچاوده توکو قربانیان دي – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button