Healthافغانستانپښتو

هند: نړۍ باید د افغانستان نوی واقعیت ومني

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-19 07:36:13🎙 راډیو واورئ

هند ویلي چې نړۍ باید د افغانستان نوی واقعیت ومني او خپلو مرستو ته دوام ورکړي. پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي، په ملګرو ملتونو کې د هند استازي د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د چلند د بدلون پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: نړۍ باید د افغانستان نوي حقیقت ته غاړه کښیږدي او د بشري غمیزې د مخنیوي لپاره لا ډېر ملاتړ برابر کړي. هریش پرواتانني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د روغتیايي برخې پیاوړتیا، د بشري مرستو زیاتول او د کرنې او اقتصاد په برخو کې د همکاریو پراختیا اړینه وبلله او د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمېدو په اشارې سره، د ناقانونه کښتونو د بدیل لپاره پر کرنیزو همکاریو ټینګار وکړ.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-19 07:36:13

مهالوېش

  1. Parstoday

    هند: نړۍ باید د افغانستان نوی واقعیت ومني

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-19 07:28:47

هند: نړۍ باید د افغانستان نوی واقعیت ومني

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button