د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د والیبال د ۲۴ لوبډلو ترمنځ ۱۵ ورځنۍ سیالۍ د شګې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د پایلوبې په لوبه کې د شګې لوبډلې د تعمیراتو لوبډلې ته ۳-۱ ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه. د افغانستان او هند تر منځ د کرېکټ شلاوریزې لوبلړۍ د درېیمې او وروستۍ لوبې تر ټولو مهم لوبغاړی ابهیشېک شرما وو، چې یوازې په ۳۰ توپونو یې سلیزه ووهله او د هند لپاره یې په شلاوریزو نړیوالو سیالیو کې د تر ټولو چټکې سلیزې ریکارډ جوړ کړ. افغانستان د درې واړو لوبو په جریان کې ونهتوانېد چې د هند پر وړاندې د پام وړ سیالي وکړي. هند په لومړۍ لوبه کې د افغانستان ۱۵۶ منډې په ۱۳،۴ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړې او د ۷ وېکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. ابهیشېک شرما په دې لوبه کې ۸۲ منډې کړې وې. په دویمه لوبه کې افغانستان ۱۵۹ منډې د اتو لوبغاړو په زیان جوړې کړې، خو هند دغه هدف په ۱۴،۵ اورونو کې د درېیو وېکټو په زیان بشپړ کړ او بیا یې هم په ۷ وېکټو بریا خپله کړه. د هند توپاچوونکي نیتیش کمار رېډي درې وېکټې واخیستې، په داسې حال کې چې سنجو سمسون په ۲۲ توپونو ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. هند له همدې بریا سره د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په ننګرهار کې د ۲۴ والیبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ؛ د شګې لوبډله اتله شوه
منابع
Afghan sources
په ننګرهار کې د ۲۴ والیبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ؛ د شګې لوبډله اتله شوه