د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه، پنجګور، خضدار او نوشکي سیمو کې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي. پولیس وايي، په پېښو کې د چاودنې، ډزو او د مرمیو په لګېدو د وژل شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له پاکستان څخه د افغانانو پر «جبري ستنولو» د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې اسلاماباد باید له خطر سره د مخامخ افغانانو د پېژندنې لپاره یو روښانه او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته کړي. دوی خبرداری ورکړ، چې له داسې یوه میکانیزم پرته، زیانمنونکي کسان ښايي د نیول کېدو، بندي کېدو یا اخراج له وېرې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له مراجعې ډډه وکړي. کارپوهانو همدا راز د افغان محصلینو د اېستنې په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده. د دوی په وینا، دا پرېکړه لږ تر لږه ۱۰۰ افغان محصلین چې له ۲۰ تر ۴۰ پورې یې نجونې دي اغېزمنوي. دوی وویل، چې د افغان نجونو محصلینو لپاره دا ګام د ډاکټرانو او د غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی د جوړېدو د هیلو د له منځه وړلو په معنا کېدای شي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوړې زده کړې او طبي زده کړې منع کړې دي. د ملګرو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
بلوچستان کې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي
منابع
Afghan sources
بلوچستان کې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي