کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): ټاکل شوې چې د چین ولسمشر شي جینپینګ د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ امریکا ته ورسېږي او د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ به واشنګټن ته څېرمه د اندروز په پوځي اډه کې د هغه هرکلی وکړي. اسوشیټېډپرېس د امریکا د حکومت د لوړپوړو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ به د شي جینپینګ د الوتکې د کښته کېدو پر مهال واشنګټن ته څېرمه د اندروز په پوځي اډه کې حاضر وي. دغه خبري اژانس دا یو غیرمعمول اقدام بللی، ځکه چې ټرمپ معمولاً له بهرنیو مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري. سرچینه لیکي چې د شي جینپینګ د دولتي سفر اصلي پروګرام به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي او ټاکل شوې چې ټرمپ او مېرمن یې ملانیا د شي جینپینګ او مېرمن یې پینګ لییوان رسمي هرکلی په سپینه ماڼۍ کې وکړي. د راپور له مخې، ټرمپ او شي به د سپینې ماڼۍ په ګلاب باغ کې په پوځي مراسمو کې هم ګډون وکړي او وروسته به د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړي. اسوشیټېډپرېس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې سوداګریزې تعرفې، د نادرو کانیزو موادو عرضه او مصنوعي ځیرکتیا به د دواړو لورو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي. د راپور له مخې، شي او مېرمن به یې د پنجشنبې په شپه په سپینه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
شي جینپینګ چهارشنبه امریکا ته ځي؛ ټرمپ به د اندروز په پوځي اډه کې هرکلی ترې وکړي
سرچینې
Afghan sources
شي جینپینګ چهارشنبه امریکا ته ځي؛ ټرمپ به د اندروز په پوځي اډه کې هرکلی ترې وکړي