د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ریاست عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر عباس عليابادي سره لیدلي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د انرژۍ، د پاکو څښاک اوبو د برابرولو او د فاضله اوبو د تصفیې تاسیساتو د جوړولو په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دي. عباس عليآبادي ویلي چې ایران له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان د تخنیکي کادرونو د روزنې او د هغوی د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې به هم همکاري وکړي. هغه زیاته کړې چې ایران د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی چې دغه هېواد ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د برابرولو زمینه مساعده کړي. د امارتي شرکتونو عمومي رئیس هم د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو پر پیاوړتیا او د ګډو پروژو پر عملي کولو ټینګار کړی دی. په پای کې، بلال د تهران ښار د اوبو او فاضله اوبو د تصفیې له لویو تاسیساتو څخه هم لیدنه کړې ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ایران افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د برابرولو چمتووالی ښودلی
منابع
Afghan sources
ایران افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د برابرولو چمتووالی ښودلی