Summary: د ابونصر فراهي په ګمرک کې د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت، څلور هنګرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د مالیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ۶۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په موخه څلور هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. یاد هنګرونه په معیاري ډول جوړ شوي چې هر یو یې د ۱۳ زره ۵۰۰ مټریک ټنه توکو د زېرمه کولو وړتیا لري او یو شمېر هېوادوالو ته به پکې د کار زمینه برابره شي."د یادو هنګرونو د جوړېدو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکړل شوی او رغنیزې چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره شوې دي. هېره دې نه وي چې د مالیې وزارت له لوري د هېواد د ګمرکونو د عصري کولو، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه؛ ګڼ شمېر ګمرکي پروژې پلې شوې او یو شمېر یې د پلي کېدو په حال کې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د ابونصر فراهي په ګمرک کې څلور هنګرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
سرچینې
Afghan sources
د ابونصر فراهي په ګمرک کې څلور هنګرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول