Summary: د کابل ولایت د مرور شرطې ریاست خبر ورکوي، دوه کسان چې د لاندې مشخصاتو درلودونکي دي: یو نارینه چې تقریبا ۲۰ – ۲۱ کاله عمر، غنمرنګې څېره، منځنی قد، چاغ او کمه ږيره لري؛ یوه ښځه چې تقریبا ۲۳-۲۴ کاله عمر، تورې جامې او خط لرونکی ژېړ ټکری لري.د ۲۱/۰۶/۱۴۰۵ نېټه د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په سیمه کې مروري پېښه کې وفات شوي دي.د یادو کسانو جسدونه د ساتنې په موخه د عدلي طب خدمتونو ریاست ته انتقال شوي او خپلوان یې کولای، شي یاد جسدونه د عدلي طب خدمتونو ریاست څخه ترلاسه او د لا ډېرو معلوماتو لپاره د نوکریوالۍ څانګې له شمېرې سره اړیکه ونیسي، چې ۲۴ ساعته ډول فعاله وي 0202503711.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-09-19 16:02:14
مهالوېش
-
Bakhtar
د دوو مجهول الهویه کسانو په تړاو د کابل مرور شرطې ریاست خبرتیا
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-19 09:56:02
د دوو مجهول الهویه کسانو په تړاو د کابل مرور شرطې ریاست خبرتیا