افغانستانامنیتپښتولغمان

په لغمان کې کروندګر: محصولات مو د کښت لګښتونه نه شي پوره کولای… — Amu TV

روان خبرSecurityلغمان1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-19 16:13:27🎙 راډیو واورئ

د لغمان ولایت یو شمېر کروندګرو آمو ته شکایت کړی چې له دوی سره لازمې کرنیزې مرستې نه دي شوي او د محصولاتو د بازار د نشتوالي او کمښت له امله د کښت لګښتونه هم نه شي ترلاسه کولای. دغو کروندګرو ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نړیوالو مرستو له کمېدو سره دوی له جدي اقتصادی او تخنیکي ستونزو سره مخ دي. دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د کیمیاوي سرې، د افتونو ضد درملو، اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو وسایلو او مناسب بازار په برخه کې ورسره همکاري وکړي. د لغمان د قرغه‌یو ولسوالۍ ۶۵ کلن کروندګر انارګل، چې د خپلې ۱۵ کسيزې کورنۍ د نفقې مسؤلیت پر غاړه لري، وايي پر خپل یوه جریب ځمکه یې رومیان، پالک، ګندنه او بېلابېل ترکارۍ کرلي، خو د بد اقتصادي وضعیت له امله د کیمیاوي سرې او درملو د اخیستلو وس نه لري او سیمه‌ییزې ادارې هم ورسره مرسته نه ده کړې. د وحیدالله، افضل او قسیم په نومونو نورو کروندګرو هم آمو ته ویلي چې د کوکنارو پر ځای حلال کښتونه کوي، خو خپل ټول لګښتونه له خپل جېبه پرې کوي او د خپلو محصولاتو لکه کچالو، ګلپي، رومي بانجانو او بامیې لپاره لږ تر لږه مناسب بازار هم شتون نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا…

لنډ معلومات

ځایلغمان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-19 16:13:27

مهالوېش

  1. Amu TV

    په لغمان کې کروندګر: محصولات مو د کښت لګښتونه نه شي پوره کولای | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-19 07:57:46

په لغمان کې کروندګر: محصولات مو د کښت لګښتونه نه شي پوره کولای | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button