د لغمان ولایت یو شمېر کروندګرو آمو ته شکایت کړی چې له دوی سره لازمې کرنیزې مرستې نه دي شوي او د محصولاتو د بازار د نشتوالي او کمښت له امله د کښت لګښتونه هم نه شي ترلاسه کولای. دغو کروندګرو ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نړیوالو مرستو له کمېدو سره دوی له جدي اقتصادی او تخنیکي ستونزو سره مخ دي. دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د کیمیاوي سرې، د افتونو ضد درملو، اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو وسایلو او مناسب بازار په برخه کې ورسره همکاري وکړي. د لغمان د قرغهیو ولسوالۍ ۶۵ کلن کروندګر انارګل، چې د خپلې ۱۵ کسيزې کورنۍ د نفقې مسؤلیت پر غاړه لري، وايي پر خپل یوه جریب ځمکه یې رومیان، پالک، ګندنه او بېلابېل ترکارۍ کرلي، خو د بد اقتصادي وضعیت له امله د کیمیاوي سرې او درملو د اخیستلو وس نه لري او سیمهییزې ادارې هم ورسره مرسته نه ده کړې. د وحیدالله، افضل او قسیم په نومونو نورو کروندګرو هم آمو ته ویلي چې د کوکنارو پر ځای حلال کښتونه کوي، خو خپل ټول لګښتونه له خپل جېبه پرې کوي او د خپلو محصولاتو لکه کچالو، ګلپي، رومي بانجانو او بامیې لپاره لږ تر لږه مناسب بازار هم شتون نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
په لغمان کې کروندګر: محصولات مو د کښت لګښتونه نه شي پوره کولای | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
په لغمان کې کروندګر: محصولات مو د کښت لګښتونه نه شي پوره کولای | آمو ټلویزیون