Kabulافغانستانامنیتدری

ایران: د جګړې د پای ته رسېدو شرطونه د قطر له لارې امریکا… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-20 04:02:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۵): د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي وایي، تهران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل شرطونه د قطر له لارې واشنګټن ته لېږدولي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواب ته په تمه دی. هغه دغه راز د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د قطر او پاکستان د منځګړیتوب د هڅو له دوام څخه خبر ورکړی دی. رضایي له الجزیرې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ایران لا هم له قطر سره د منځګړي په توګه په تماس کې دی او دغه هېواد د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د تهران شرطونه واشنګټن ته رسولي دي. هغه په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسېدل، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل او د سمندري محاصرې پای ته رسېدل د تهران له شرطونو بللي او ویلي یې دي چې ایران د ټرمپ ځواب ته په تمه دی. الجزیرې راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د پخواني تفاهم‌لیک د اعتبار له پای ته رسېدو وروسته قطر او پاکستان د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره هڅې کوي. رضایي هم ویلي چې تهران، له خبرو اترو سره د چمتووالي ترڅنګ، پر ایران د امریکا د بیاځلي برید احتمال نه ردوي او د داسې وضعیت لپاره چمتووالی لري. هغه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-20 04:02:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ایران: د جګړې د پای ته رسېدو شرطونه د قطر له لارې امریکا ته لېږدول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-20 08:31:04

ایران: د جګړې د پای ته رسېدو شرطونه د قطر له لارې امریکا ته لېږدول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button