Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۱۲۵کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د وږي ۲۸ مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۰ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۴ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۵۸ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۳ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې پرون همدارنګه په تورخم کې له ۸۰ کورنیو، سپین بولدک کې له ۱۴ کورنیو، نیمروز کې له ۲یوې کورنۍ، هرات کې له ۳ کورنیو او کابل کې له ۱۵ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۵۹۵ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۱۱۴۸ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۶۵ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۱۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
منابع
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۱۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي