KabulNewsافغانستاندری

کابل ښار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان… — Bakhtar

در حال تکمیلNewsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-20 16:07:23🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د چارو ادارې عمومي ریاست مطبوعاتي پلاوي کابل ښار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان مهم او لنډ پیغامونه د عامه پوهاوي په موخه بېلبورډونو کې د نصبولو لړۍ پیل کړې ده. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې دغه پیغامونه تر اوسه پورې د کابل ښار په لومړۍ، دویمه او درېیمه ناحیه کې پر بېلبورډونو نصب شوي؛ ترڅو ښاریان د یاد فرمان له مهمو حکمونو او لارښوونو څخه خبر شي او په ټولنیز ژوند کې یې عملي رعایت ته پاملرنه وکړي.په دې ترڅ کې نن هم یاد پیغامونه په اتمه، نهمه او لسمه ناحیه کې هم نصب شول. د دې لړۍ موخه د فرمان د مهمو حکمونو او لارښوونو رسول او د هغو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړول دي، چې له مخې به یې د ناوړه دودونو او ناسمو رواجونو د مخنیوي برخه کې عامه پوهاوی لا پیاوړی شي.د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ۱۷مه ګڼه فرمان په خېښیو، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی.د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې کابل ښار کې د دې لړۍ له بشپړېدو وروسته، د کابل ولسوالیو کې هم د یاد فرمان مهم پیغامونه پر بېلبورډونو نصب او له خلکو سره شریک شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-20 16:07:23

خط زمانی

  1. Bakhtar

    کابل ښار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د مهمو پیغامونو نصبولو لړۍ پیل شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-20 10:33:01

کابل ښار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د مهمو پیغامونو نصبولو لړۍ پیل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button