د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي چې په افغانستان کې ټولې ښځې له خپلو بشپړو حقونو برخمني دي او د افغان ښځو د حقونو د نقض په اړه د ټولو سازمانونو ادعاوې «بې بنسټه»دي. د سرچینو د ادعا له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو د مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د واک پر څرنګوالي، د هغه پر فرمانونو او د حکومتولۍ پر اوسني ډول بحث شوی او ګډونوالو د احتمالي ګډ دریځ، یا ایتلاف په اړه خبرې کړې دي. دې ناستې ته هغه طالب چارواکي نه وو بلل شوي چې مولوي هبتالله ته نږدې کسان ګڼل کېږي. په دغو کسانو کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنې وزیر حبیبالله اغا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي شامل دي. د طالبانو اړوند یوه سرچینه، چې په یاده ناسته کې یې د ګډون ادعا کوي، چې ګډونوالو د مولوي هبتالله اخوندزاده د حکومتولۍ پر څرنګوالي او د هغه پر ځینو فرمانونو او پالیسیو نیوکې درلودې. د دغو سرچینو په وینا، د ناستې ګډونوالو هڅه کوله، چې د خپلو ګډو اندېښنو پر بنسټ یو غیر رسمي ټولی یا ایتلاف رامنځته کړي او د هبتالله د ځینو سیاستونو پر وړاندې ګډ دریځ ولري. سرچینې ادعا کوي چې د دې هڅې موخه د هبتالله منزوي کول او د هغه پر سیاستونو داخلي فشار زیاتول دي….
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبانو د ښځو د حقونو د نقض په اړه د نړیوالو سازمانونو رپوټونه «بې بنسټه» وبلل
Sources
Afghan sources
طالبانو د ښځو د حقونو د نقض په اړه د نړیوالو سازمانونو رپوټونه «بې بنسټه» وبلل