الجزیرې راپور ورکړی چې د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په ختیځ کې پر کونړ ولایت هوايي بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. الجزیره د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی او نه هم د دواړو هېوادونو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ویل شوي، چې دغه بریدونه د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د نور محمد په نامه د یو تن ملکي وګړي په کور شوي. په دغه بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.
لنډ معلومات
ځایبلخ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-21 02:01:55
مهالوېش
-
Parstoday
پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان هوایي برید کړی + ویډیو