افغانستانامنیتپښتو

روزګان کې د اوبو څلور کوچني بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول — Bakhtar

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-21 04:13:15🎙 راډیو واورئ

Summary: د روزګان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر په مالي ملاتړ د ۲۵۲ زره ۴۰۷ امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو څلور کوچني بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د روزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالغني بلال ویلي، چې دغه چکډیمونه د ترینکوټ ښار په دهیک، د چنارتو ولسوالۍ په کوري، د چورې ولسوالۍ په کونج او د دهراود ولسوالۍ په دربند دښت سیمو کې جوړ شوي دي. د نوموړي په وینا، د دهیک چکډېم ۵۳ متره اوږدوالی، پنځه متره لوړوالی او د ۵۰ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري؛ د کوري چکډېم ۴۵ متره اوږدوالی، درې متره لوړوالی او د اته زره متر مکعب؛ د کونج چکډېم ۴۷ متره اوږدوالی، درې متره لوړوالی او د ۱۵ زره متر مکعب؛ او د دربند دښت چکډېم ۶۳ متره اوږدوالی، درې متره لوړوالی او د ۱۸ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. هغه زیاته کړې، چې د یادو پروژو د پلي کېدو پر مهال ۶۵۲۲ مسلکي او غیرمسلکي کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د نوموړي په خبره، د چیکډیمونو په جوړېدو سره به د موسمي بارانونو اوبه مهار او د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي او هم به د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي. ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو د دغو چکډیمونو جوړېدل د اوبو د مدیریت او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د باراني اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي او د ځمکې لاندې اوبو کچه به لوړه شي. هغوی د پروژو له تمویل کوونکو او اړوندو ادارو څخه مننه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د اوبو د مدیریت ترڅنګ دې د خلکو د نورو اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم ورته پراختیايي پروژې پلي شي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-21 04:13:15

مهالوېش

  1. Bakhtar

    روزګان کې د اوبو څلور کوچني بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-20 16:13:13

روزګان کې د اوبو څلور کوچني بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button