EnglishPoliticsافغانستانهرات

هرات کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شیدایي سړک د… — Bakhtar

DevelopingPoliticsهرات1 SourcesUpdated: 2026-06-30 11:59:37🎙 Listen to radio

Summary: د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د ښار د پنځلسمې ناحیې د امیر کروړ په ګذر کې د شیدایي سړک د پاتې برخې د قیرکولو چارې د ۸.۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجنیر محمد ایوب سیف ‌الجهاد باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاده پروژه د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو په سور د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه تمویلېږي.د نوموړي په وینا، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، ترانسپورټي ستونزې کمې او د سیمې اوسېدونکو ته به د تګ را تګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد سړک د چارو په پيل خوښي ښودلې او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د ښار په نورو سیمو کې هم ورته رغنیزې پروژې پلې کړي.ټاکل شوې د یاد سړک د قیرکولو چارې په څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Quick facts

Locationهرات
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-06-30 11:59:37

Timeline

  1. Bakhtar

    هرات کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شیدایي سړک د پاتې برخې د قیرکولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-30 11:13:42

هرات کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شیدایي سړک د پاتې برخې د قیرکولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button