کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د اریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته رارسېدلې ده چې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره به ترې کار واخیستل شي. د امارتي شرکتونو لوی ریاست پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دغه«B737-300» کارګو الوتکه نن د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته رارسېدلې ده. سرچینه زیاتوي چې دغه الوتکه په یوه سفر کې د شاوخوا ۱۷ ټنه سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت لري او د اریانا افغان هوايي شرکت د اماراتو له «ایر چارټر اکسپرېس» شرکت سره د یوه کال لپاره رسمي تړون لاسلیک کړی دی. د سرچینې په خبره، د یادې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته زمینه برابره شي چې خپل افغاني محصولات او تولیدات پر وخت، په ټیټ لګښت، خوندي، منظم او چټک تر نړۍوالو بازارونو ولېږدوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د اریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
سرچینې
Afghan sources
د اریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده